د کرهالې د شهيدانو پنځه ديرشم تلين، انتقالي عدالت او دکرزي صاحب حکومت

ډاکټر عبدالرحمن زماني

د کرهالې د شهيدانو پنځه ديرشم تلين، انتقالي عدالت او دکرزي صاحب حکومت

دکرهالې د قربانيانو قبر

دکرهالې د قربانيانو د ډله ايزو دو قبرونو احاطه

د وري (حمل) د مياشتې يوديرشمه (۳۱) يا داپريل د مياشتې شلمه (۲۰) نيټه د کونړ د کرهالې د کلي د يو زر دوه سوه او شپيته (۱۲۶۰) تنو بې وسلې اولسې خلکو د ډله ايزې وژنې د پنځه ديرشم تلين سره برابره ده. د کرهالې کلې د کونړ په مرکز اسعدآباد پورې مربوط يو کلې دئ، چه د اسمار او جلال آباد پر لويه لاره پروت او د چغان د تاريخي غونډۍ په لمنه کې په هغه ځاې کې موقعيت لري، چرته چې دکونړ لوې سيند او د پيج د درې سيندونه سره يوځاې کيږي .
د ۱۳۵۸ لمريز هجري (۱۹۷۹ م کال) پدغه ورځ، چې د جمعې ورځ وه، د کرهالې د کلي بې گناه او بې دفاع اوسيدونکي د روس پلوه خلقيانو او پرچميانو د گوډاگي کودتائي رژيم لخوا د سيند پرغاړه يوه ميدان کې د غونډې اوخبرو دپاره سره راټول او په ډله ايزه توگه په ډيرې بې رحمۍ په گوليو وويشتل شول، او بيا يې پداسې حال کې د بلدوزرو په وسيله په دوو ډيريو کې تر خاورو لاندې کړل، چې يو شمير يې لا ژوندي وو، او پر سر انبار شوې خاوره يې خوځوله .
دکرهالې د قربانيانو گناه دا وه چې يوه شپه مخکې د گوډاگي حکومت مخالفو وسله والو مجاهدينو د دوې کلي ته په ننوتلو سره د ولايت په مرکز حمله او په چغه سرای مشهور د اسعدآباد د نيولو هڅه کړې وه .

دکرهالې د ډله ايزې وژنې مسؤلين
د بيلابيلو رپوټونو له مخې ددغو لاندنيو جلادانو لاسونه په مستقيم ډول دغې فاجعې کې ککړ وو :
1. شهنواز شيوانی، د کونړ والی
2. سپین جان لالهاند، د کونړ د ولايتي شورا منشي
3. صادق عالمیار، د کمانډو د کنډک قومندان
4. عبدالحق، د ۶۹ غونډ قومندان
5. گلرنگ، د کونړ دولايت د جبهې عمومي قومندان
6. جگړن غفار، د مرورې د کنډک قومندان
7. تورن سید محمد، د دافع ټانک قومندان
8. محمد شاه د محی الدین ځوې د کمانډو د ټولي قومندان
9. امام الدین لوگری، د عسکري قواوو قومندان
10. جگړن بهرام الدین، د ۱۱ لوا عملیاتی افسر
11. شمشیر نړیوال، د ولايت د تعليم او تربيې رئیس
12. نورالرحمن، د سرحداتو رئیس
13. ډاکټر بادام څوکیوال، سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې
14. محمد نعیم د میرعلی جان ځوې سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې 
15. محمد یعقوب نرهنگی، مستوفی
16. عبدالقادر، سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې
17. ډاکټر نعمت، سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې
18. چمتو، د پيج ولسوال، سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې
19. شاهدل، د سياسې کدر غړې او د عمراخان د ليسې مدیر
20. نظام الدین بی خدا، سياسې کدر او د ولايتي شورا غړې

البته په دغه تاريخي جنايت کې د خلکو د ډيموکراتيک گوند هغه کونړي حزبي مشران هم شامل دي ، چې له کابل څخه يې د کونړ دولايت دچارو اداره په لاس کې درلوده، او که څه هم دپيښې په ځاې کې حاضر نه وو، خو د پوځي او سياسي تصاميمو په نيولو کې يې گډون درلود، او لومړې درجه مسؤلين گڼل کيږي . ديادونې وړ ده چې ددغه ډله ايزې وژنې په وخت کې لا روسې پوځي قواوو په افغانستان تيرې کړې نه وو، خو د شاهدانو په حواله څلور تنه روسي مشاورين د پيښې په ځاې کې حاضر وو.

دکرهالې د ډله ايزې وژنې قربانيان

محترم هيوادوال کولاې شي د کرهالې د قربانيانو په هکله د زياتو معلوماتو او د شهيدانو د نومونو د بشپړ لست دپاره زما هغه مضمون ولوي چې د « لست ۱۲۶۰ قربانی قتل عام قريهٔ کرهاله در ولايت کنر » تر عنوان لاندې د جرمن افغان آنلاين ، دعوت، او بورا په ويب پاڼو کې دمخه خپور شويدئ .

په قربانيانو کې دغه لاندې کسان شامل ول :
غریبکار ۶۷۶ تنه، زده کوونکي ۲۱۴، بزگر ۱۶۷، ښوونکي ۵۷، دولتي مأمورين ۲۷، ترکاڼان/ نجاران ۱۵، خټگر۱۰، د ۱۲ ټولگي فارغان ۱۱، هټۍ وال ۲، مولوي او ملا ۵، وسپن پښ/ آهنگر ۷، بڼوال / باغوان ۴، گنډونکي / خیاط ۴، سرښوونکی ۲، صاحب منصب ۲، محصل ۲، لیونی ۱، مستري ۱، گدام وال/ گدامدار ۱، تحویلدار ۱، نور ۵۱، او ټول ۱۲۶۰ تنه.

د بشري حقوقو څخه سرغړونه او د اولسي خلکو وژنه لا اوس هم دوام لري
نه يواځې د کونړ خلک، بلکې زمونږ د گران هيواد ټول خلک د تيرو دري نيمو لسيزو جگړو د هر پړاوپه ترڅ کې د بشر د حقوقو د سرغړونو، ډله ايزو وژنو، او جنگي جناياتو شاهدان او قربانيان وو. له بده مرغه په تيرو ديارلسو کلونو کې هم د خلکو د هيلو سره – سره نه يواځې د تيرو دورو د جگړو د قربانيانو ستونزو او فرياد ته د کرزي صاحب د حکومت او نړيوالې ټولنې لخوا د پام وړ توجه نده شوې، بلکې د بشري حقوقو څخه سرغړونه او د ولسي بيگناهو خلکو وژنه لا اوس هم دوام لري .

دملگرو ملتونو دبشر د حقوقو پنځه ويشتمې غونډې ته د سږکال د جنوري دمياشتې په وړاندې شوي رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې د بشر د حقوقو حالت په پرلپسې توگه د ستونزو سره مخامخ دئ . په وسله والو شخړو کې داولسي خلکو ساتنه يوه ستره انديښنه ده . د ۲۰۱۳ کال په لومړيو يولسو مياشتو کې د ۲۰۱۲ کال د همدغه مودې په پرتله د اولسې خلکو په مرگ ژوبله کې په سلو کې لس (۱۰%) زياتوالې راغلی دئ . د ۲۰۱۳ کال د جنوري د مياشتې د لومړۍ نيټې څخه د نومبر دمياشتې تر ديرشمې نيټې پورې د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو د مرستو د دفتر (یوناما) United Nations Assistance Mission in Afghanistan (UNAMA) او د بشر د حقوقو دپاره د ملگرو ملتونو د عالې کميشنرۍ United Nations High Commissioner for Human Rights (OHCHR) سره د اولسې خلکو د مرگ ژوبلې اوه زره اته سوه نه نوي (۷۸۹۹) پيښې ثبت شويدي، چې په هغې کې د وژل شوو شمير دو زره اوه سوه ديرش (۲۷۳۰) او د ټپي شوو کسانو شمير پنځه زره يوسلو نه شپيته (۵۱۶۹) تنو ته رسيږي . د يوناما له مخې د اولسي خلکو د مرگ ژوبلې ۷۵ % مسؤليت د حکومت د وسله والو مخالفينو په غاړه، او لس ( ۱۰ %) د حکومت د امنيتي قواوو په غاړه دئ . ددغه رپوټ له مخې ولسې خلکو ته د مرگ ژوبلې ۱۱% د حکومت او مخالفينو د نښتو له امله، او ۴% په جگړه کې د استعماليدونکو چاوديدونکو موادو له امله منځ ته راغلي دي .

سوله او عدالت د افغانستان د خلکو دوه مهم خو ستونزمن آرمانونه
افغانان د يوه با ثباته، پرقانون او ولسواکۍ (ديموکراسۍ) ولاړ نظام غوښتونکې دي، او د تيرو درې نيمو لسيزو جگړو نه راپاتې د بشر د حقوقو څخه جدي سرغړونو ميراث په دوې کې له هر وخت نه زيات پر عدالت ولاړ دسوله ايز گډ ژوند آرمانونه او هيلې قوي کړې دي .
مونږ کولاې شو په هيواد کې د يوه سوله ايز ژوند لورې ته د اوښتون ، او په قانون ولاړ ټولنيز نظام د اړتياوو سره سم د وگړو د گډ ژوند د بنسټ ايښودلو د لارو چارو په لټون کې د نړۍ د نورو ورته هيوادونو د تجاربو څخه استفاده وکړو. دجگړې پر مهال او د جگړې نه وروسته ټولنو کې دقانوني واکمنۍ او انتقالي عدالت په اړه د ملگرو ملتونو د عمومي منشي په رپوټ کې ټينگار شوې دئ چې عدالت ، سوله او ولسواکي د يوبل څخه جلا مفاهيم ندي، بلکې د يوې واحدې ټولگې برخې جوړوي .

انتقالي عدالت، د خلکو هيلې او د کرزي صاحب دحکومت دوره
د پايدارې سولې او ثبات رامنځته کول، په تيرو لسيزو کې د رامنځته شويو جرمونو پر وړاندې غبرگون، د مجرمينو او قربانيانو ترمنځ مصالحه او د شخړو ډک تير حالت څخه يوې گډې راتلونکې ته اوښتون په ټولو د جگړې نه وروسته هيوادونو کې خورا گران کار دئ . خو د بن د کنفرانس نه وروسته د افغانستان د انتقالي حکومت ژمنې، افغانستان کې د امريکې او ناټو د قواوو مستقيمه مداخله ، او په افغانستان کې د يوې ديموکراتيکې ادارې د جوړولو شعارونو، او دانتقالي عدالت د پروسې د مخکې بيولو هڅې، په خلکو کې سولې او عدالت ته د رسيدو هيلې زياتې کړی وی . او پدې لاره کې يو څو ضعيف گامونه هم واخيستل شول چې په هغې کې د هيواد د نوي اساسي قانون له مخې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون جوړول، تيرو شوو جرمونو ته د رسيدگي دپاره د انتقالي عدالت د ملي ستراتيژۍ وړانديز، او «عدالت لپاره د خلکو غږ» تر عنوان لاندې د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون رپوټ چې د شپږ زره (۶۰۰۰) افغانانو سره د مشورې په پايله کې خپور شو، شامل دي .

انتقالي عدالت په يوه هيواد کې د جنگي جرايمو او د جگړې په ترڅ کې د بشر د حقوقو څخه د سرغړونې هر اړخيزه څيړنه ده . د انتقالي عدالت د تطبيق هدف په ټولنه کې د قانون حاکميت، او د عدالت، سولې او ديموکراسۍ تامين دئ . د انتقالي عدالت مفکوره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰ ميلادي کال کې د دوهمې نريوالې جگړې نه وروسته د نورامبورگ په نړيواله محکمه کې د نازيانو د نظام د مشرانو محاکمې سره پيل شوه او بيا وروسته په نورو هيوادونو کې هم عملي شوه.

دافغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون او يوناما د ۲۰۰۵ کال د جون د مياشتې په ۶ او ۷ نيټه په هاگ کې د سولې، مصالحې او عدالت په غونډه کې د انتقالي عدالت د عمل برنامه د بحثونو وروسته جوړه کړه. د هيواد د واقعيتونو په پام کې ساتلو او دديني ارزښتونو د سولې او ثبات د اړتيا پر بنسټ د انتقالي عدالت د اصلي عناصرو پلي کول په پنځو اساسي برخو کې په نظر کې نيول شوي وو :
1. د افغانستان د خلکو په کړاوونو اعتراف کول
2. داعتبار وړ او سالمو دولتي ادارو جوړول او ددولتي ادارو څخه د بشري حقوقو د ناقضينو او جنايتکارانو لرې کول
3. حقيقت موندنه او مستند کول
4. د پخلاينې د دود او ملي يووالي پياوړتيا
5. دځواب ويلو معقول او اغيزمنې لارې چارې پيدا کول .

له بده مرغه د انتقالي عدالت په وړاندې د کرزي صاحب د حکومت لومړنې او ستر خنډ په ۲۰۰۷ کال کې د ځان بخښنې د هغه منشور منل وو چې ولسی جرګې تصویب کړ . په دغه منشور کې راغلي دي چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ کې د لنډمهالي حکومت تر پيل وړاندې چې کومې بيلا بيلې ډلې په کورنۍ جگړه کې ښکيلې وې له عدلي او قضايي تعقيب څخه ژغورل شوې دي . دا ماده داسې معنا لري چې تر طالبانو وړاندې په کابل کې په تنظيمي جگړو کې ښکيلې غاړې څوک د هغو اعمالو په باب نه شي پوښتلى . د دغه منشور تصويب نه يواځې د افغانستان د اساسي قانون سره ښکاره تضاد لري، بلکې د انتقالي عدالت د عمل پلان، او هغو بين المللي عدلي مسئوليتونو ته هم شا کول دي، دکومو چې د ۲۰۰۳ کال راهيسې افغانستان غړيتوب لري .

دکرزي صاحب د حکومت بله ستره جفا د ښوونځيو د تاريخ د کتابونو څخه د وروستيو دريو څلورو لسيزو لرې کول وو. خو تر دې هم ستره جفا د ملگرو ملتونو د هغه رپوټ سره مخالفت او د هغې د خپرولو مخنيوې وو چې په افغانستان کې د ۱۹۷۸ کال د اپريل د ۲۷ نيټې څخه تر ۲۰۰۱ کال د دسمبر تر ۲۲ مې نيټې پورې د ټولو وسله والو ډلو لخوا د جناياتو د نقشې Mapping report of crimes committed by all armed factions in Afghanistan between April 27, 1978 and December 22, 2001. تر عنوان لاندې برابر شوې وو.

دانتقالي عدالت د پروسې د پرمخ بيولو ضرورت
سولې ته د رسيدو دپاره د عدالت د تامين مسئله بنيادي ارزښت لري، او د عدالت دتامين لپاره بايد د خلکو غوښتنو ته توجه وشي . دا چې د تيرو انتخاباتو په نتيجه کې به جوړيدونکې راتلونکې حکومت څومره د انتقالي عدالت د پروسې ددوام او د بخښنې د منشور د لغو کولو دپاره کوټلي اقدامات وکړي، وخت به يې ثابته کړي، خو له کومه ځايه چې دانتخاباتي مبارزو او کمپاينونو په ترڅ کې انتقالي عدالت د کانديدانو په اجندا کې برخه نه درلوده او گڼ شمير کانديدان يا پخپله د بشر د حقوقو په تيري او سرغړونه تورن او يا يې د معاونينو لاسونه د ولسي بيگناهه خلکو په وينو سره دي، نو له دوې څخه پدې لاره کې د اقداماتو تمه کيداې نشي . خو که نړيواله کړۍ بيا هم چوپتيا اختيار او مدني ټولنې بې تفاوته پاتې شي، نو بيا به د بشري حقوقو د تيري کونکو د معافيت دا کلچر او د افغان کړيدلي ملت دا غميزه د زيات وخت دپاره دوام ومومي .
(پای)