دغازي امان الله خان لخوا د خلافت د مقام د وړانديز نه منل

دغازي امان الله خان لخوا د خلافت د مقام د وړانديز نه منل

پدې وروستيو کې د افغانستان د خپلواکۍ پر اتل ستر غازي امان الله خان د کفر او بې دينۍ د فتوا بيا تازه کول او هغه ته سپکې سپورې ويل يوځل بيا وښوده چې د افغانستان د خپلواکۍ، پرمختگ او ټولنيز عدالت دښمنان نن هم د هغه د شخصيت له تروره لاس ندې اخيستې او د هغه د وفات نه څه باندې ۵۷ کلونه وروسته هم هغه د خپلو سترگو اغزې گڼي، او د هغه څخه غچ اخيستلو ته دوام ورکوي .

زه نه غواړم چې دغازي امان الله خان د شخصيت په مختلفو ابعدادو او دهغه د شخصيت د ترور په مختلفو انگيزو او ادرسونو څه وليکم ، خو غواړم د افغانستان د معاصر تاريخ مينه والو ته د تاريخي اسنادو او شواهدو پر بنسټ يو څه داسې لنډ معلومات وړاندې کړم چې نه يواځې په هيواد کې دننه، بلکې د نړۍ په اسلامې هيوادو کې د هغه دينداری، عظمت او لوړاعتبار ته د مخورو مذهبي عالمانو، رښتينو روحانيونو، او د مشهورو اسلامي ټولنو د مشرانو د ژور احترام او ارادت څرگندونه کوي .

د خلافت مقام ته د کانديد او اسلامي نړئ د خليفه د لقب وړانديز

غازى امان الله خان نه يواځې داچې د انگريزانو سره په جگړه کې د برياليتوب نه وروسته ديوه داسې اتل په توگه چې د انگريزي زبرځواک لکۍ يې ورټوله کړې وه، شهرت ته ورسيد، بلکې د انگريزانو په مقابل کې د خپلو نشنلستی او پان اسلاميستی پاليسيو او اقداماتو له امله د اسلامي نړۍ د ستاينې او خاص احترام وړ هم وگرځيد.
هغه په ځانگړې توگه د عثماني خلافت تر ړنگيدو وروسته هڅه وکړه تر څو د هندوستان او ترکستان د مسلمانانو زړونه نور هم لاس ته راوړي، او د خلکو د ملاتړ په ترلاسه کولو سره يې نه يواځې په افغانستان، بلکې د عثماني خلافت د سقوط نه وروسته په بريتانوي هند او منځنۍ ايشيا کې د خلافت مقام ته د کانديد په توگه وړانديز وشو(۱). د هغو کسانو په ډله کې چې نومونه يې د اسلام د خليفه په توگه ياديدل، پر غازي امان الله خان سربيره دوه نور کسان د مصر پاچا شاه فواد او د مکې شريف حسين وو.
په کابل کې د هغه وخت د هندوستان د مؤقت جلاوطنه حکومت صدراعظم مولوى برکت الله په وينا، د خلافت مقام ته د افغانستان د پاچا امان الله خان او د مصر د شاه فواد ټاکل کيدل د شريف حسين د موضوع په شان د خنډونو سره نه مخامخ کيدله (۲). انور پاشا، چې غازي امان الله خان ورسره مرسته کوله، هم د دغه شان فکر ملاتړ کوو. د مسکو سره په تماس کې هندي انقلابيونو هم د غازي امان الله خان نوماندي تائيدوله . د خلافت دا موضوع دومره مخکې لاړه چې د هندوستان په ځينو جوماتونو کې خطبه هم د «اميرالمؤمنين امير امان الله غازى» په نوم لوستل کيده. دغه مسئلې انگريزان دومره ويرولې وو چې د ځينو ليکوالو په وينا د اماني دولت په رسميت پيژندلو ته اړ شول (۳) .

د ۱۲۹۹ ميلادي کال د وري د مياشتې په ۲۷مه نيټه کله چې محمود طرزي او د افغانستان د صلحي د هيئت غړو د منصوری (ميسوري) په جامع جومات کې د جمعې لمونځ ادا کوو، نو يو شمير خلک راټول او د جومات امام په خپله خطبه کې غازي امان الله خان ته دعا وکړه او وروسته بيا د منصوری خلکو تصميم ونيوو چې د «امانيه» په نوم يو جومات جوړ کړي او د تهداب تيږه يې د افغانستان خارجه وزير، محمود طرزی کيږدي (۴).
علامه اقبال لاهوری خپل د “ پیام مشرق” کتاب، چې د آلماني شاعر گويته د ديوان په ځواب کې ليکل شوې وو، د افغانستان د خپلواک دولت مشر اعلىحضرت امان الله خان حضور ته وړاندې کړ. د فارسي ژبې يوه بل شاعر محمد حسن وحيد هم چې په وحيد دستگيری مشهور ؤ ، او د ايران يومشهور شاعر او ويناوال وو، په «چکامۀ اتحاد اسلامي» کې غازي امان الله خان وستايه .
د بريتانوي هند د آرشيف دمحرمانه اسنادو څخه څرگنديږي چې د انگريزانو حکومت په ويره کې وو چې ښائي امير امان الله خان د افغانستان، پارس، بخارا او ترکستان د مسلمانو دولتونو د يوه فدراسيون د جوړيدو او د هغې د سلطان يا حتی خليفه کيدو هيله ولري . بريتانيا په ١٩٢٠ کال کې ډيره هڅه وکړه چې ددې کار مخه ونيسي، ځکه چې په دغه مقام د غازي امان الله خان په ټاکل کيدلو سره هغه د هندوستان د مسلمانانو په منځ کې د اتل او قهرمان په توگه پيژندل کيدو . (۵)
په افغانستان کې دننه هم صدراعظم سردار عبدالقدوس خان (اعتمادالدوله) او يو شمير نور کسان د دغه نظريې ټينگ ملاتړ کوو، چې غازي امان الله خان د مسلمانانو د خليفه په توگه وټاکل شي .هغه په هماغه لومړي سر کې ديوه ليک په ترڅ کې دا موضوع د هنري دابس سره شريکه کړې وه . د می په مياشت کې دابس د ميسوري څخه په يوه ټلگرام کې وليکل چې محمود طرزی د خليفه په توگه د غازي امان الله خان د پیژندل کيدو د لارې د هوارولو څرگند پلويتوب کوي .
د خلافت مقام ته د افغانستان د پاچا د وړانديز موضوع په ۱۹۲۰ م کال کې د باکو په کنگرې کې هم وڅيړل شوه ، او د يوه رپوټ له مخې پدې کنفرانس کې سلطنت او خلافت سره جلا او د افغانستان امير ته د خلافت د مقام وړانديز وشو.(۶)

د ۱۹۲۰ کال د نومبر په مياشت کې جمال پاشا، د ترکيې د يووالي او پرمختگ د کميټې يو غړې، د يوه خاص ماموريت دپاره چې د خلافت مقام ته د غازي امان الله خان د کانديدولو له لارې د افغانستان پلازمينه د پان اسلاميستی فعاليتونو په مرکز بدل کړي، کابل ته ورسيد، او دې مفکورې د کابل د سترو روحانيونو ملاتړ هم ترلاسه کړ . د هندوستان په شمال غربی ايالت کې د انگريزانو د جاسوسۍ او اطلاعاتو دفتر په نږدې وخت کې د هغې خصوصي کتنې په هکله خبر ورکړ چې دحضرت شمس المشايخ فضل محمد مجددی اوجمال پاشاه تر منځ ترسره کيږي او زياته يې کړه چې پدې هکله د تگاو ملا د خلکو د نظرياتو ارزونه کوي.(۷).
د يوې بلې خبرتيا له مخې، د ۱۹۲۰ کال د نومبر په ۱۹مه نيټه د شوربازار حضرت صاحب (شمس المشايخ) د کابل په ستر جامع جومات کې اعلان وکړ چې «د افغانستان امير مونږ ته يواځينې راپاتې ځانگړې، خپلواکه، مسلمان واکمن دئ . هغه اوس د اسلام سروال دئ او د نړئ مسلمانان بايد هغه ته د خليفه د لقب مبارکي ورکړي . مولوى برکت الله هم حاضرينو ته وينا وکړه، او دغه وړانديز يې تائيد کړ . (۸)

دهند دلويي وچي مسلمانانو خو لا غازي امان الله خان د شافعی مذهب د ستر امام حضرت امام فخرالدين رازي )رح) سره مقايسه او په يوه ليکه کې ودرولې دئ :
چو مسلم علم دين ورزيد امام فخر رازی شد
ولی چون درعمل کوشيد امان الله غازی شد

د خلافت د مقام د وړانديز نه منل

سره لدې چې د افغانستان روحانيونو او د هندوستان د خلافت د غورځنگ مشرانو غوښتل چې د افغانستان پاچا، غازي امان الله خان، د هغوې مشري په لاس کې ونيسي، هغه د نومبر په په ۲۳مه نيټه په دربار کې په ښکاره اعلان وکړ چې د خلافت موضوع په ټولو مسلمانانو پورې اړه لري، او په عمومي توگه د نړۍ ټول مسلمانان بايد پدې هکله تصميم ونيسي. هغه همدا راز زياته کړه چې د يوه داسې ستر مسئوليت په غاړه اخيستلو هيڅ ډول اراده نه لري . پدې دربار کې جمال پاشا، لوړپوړي ملکي او نظامي چارواکي، برکت الله او عبدالرب [په کابل کې د هندوستان د مؤقت حکومت مشران] هم حاضر وو. (۹)
سره لدې چې غازي امان الله خان په څرگنده د خلافت د مقام وړانديز رد کړ، انگريزانو بيا هم د افغانانو سره د هندوستان د نشنلستانو د احتمالي ائتلاف نه ويره درلوده. د بريتانوي هند حکومت پدې هکله په لندن کې د هند دچارو دپاره خارجه وزير سره داخبره شريکه او ټينگار وکړ چې «تر دې زياد بايد د [مسلمانو] د خليفه په توگه د امير [امان الله خان] په ټاکل کيدلو سترگې پټې نکړو. لازمه ده چې د هندوستان دپاره د خلافت مقام ته د هغې د ټاکل کيدو په عواقبو ژور فکر وکړو» (۱۰).

ماخذ
1. Poullada, L. B. (1973) Reform and Rebellion in Afghanistan، ٤٧ مخ.
2. هاشمى، سيد سعدالدين (٢٠٠٤)، نخستين کتاب در باره جنبش مشروطيت خواهی در افغانستان، ص١١٧ (به حوالۀ مولوى برکت الله ، خلافت، لندن ص ٥٨) .
3. هماغه ځاې ، (دآقابکوف په حواله، ٧٥ مخ)
4. د بريتانوي هند د آرشيف محرمانه اسناد، د شمال غربي سرحدي ايالت د استخباراتو د څانگې د ۱۹۲۰ کال د می د مياشتې د شلمې نيټې د يادداشت د دريمې گڼې ضميمه .
5. Stewart, Rhea Talley (1973) Fire in Afghanistan، ١٣٦ مخ .
6. د بريتانوي هند د آرشيف محرمانه اسناد، L/P&S/20/B288, P261
7. L/P&S/10/813, PA 743, NO. 50, Dec. 16, 1920 (د بريتانوي هند د آرشيف محرمانه اسناد)
8. د بريتانوي هند د آرشيف محرمانه اسناد، L/P&S/20/B288, P261
9. هماغه ځاې
10. L/P&S/10/813, PA 743, NO. 50, Dec. 16, 1920 (د بريتانوي هند د آرشيف محرمانه اسناد)