انجينر وکيل متين
د شمــلو گل
د ارواښاد کاکا محمد هاشم زماني په ياد
[hr]
هـــــــــــــزاران گلــــــونه گل پـــــــه نسيمونو د بهار شي
خو يو نيم ئــــې د شملو يـــــــــا د ليلا د غاړې هار شي
[hr_invisible]
تقاضــــــا د طبيعـــــــــت ده مينان د ښــــــــــکلا ډېـر دي
د بلبل مينه پــــه گـــل او د پتنگ پــــــه سره انگار شي
[hr_invisible]
د شبنم دانـــې په دواړو يـــــو شآن اوري نيمو شپو کې
سپلمۍ ورژېږي ډاگ کې گلاب زلفو ته سينگار شي
[hr_invisible]
محبت ئــــې له بشــــر ســـره وو نغښتى پــــــه وجود کې
افتخار پــــه (زمـــــــــــــاني) ځکه ځما د ټول ديار شي
[hr_invisible]
تــــه ډېــــر ښــــه وائــــې ناصحه شــــم دې زار له تسلا نه
خــو والله کـــه زخـمي زړه مې په ملهم باندې قرار شي
[hr_invisible]
وچول د ستـــــرگو نـــه ښــــــائي متـــــــــين عبدالوکيله!
خيردى جوړکه په گرېوان باندې داوښکو جويبار شي
[hr_invisible]
هـــــېرول د جانـــــــان نـــــــــه ښائي متـــين عبدالوکيله
کـــــه و ختونه پـــه کلــونو تېر په منځ کې بې شمار شي
[hr]
جون ١٥ ٢٠٠٥ منټيکا کليفورنيا