ښاغلى الحاج عبدالله غمخور
لوې خان غازي ميرزمان خان
دننــــــــــــگ ټوټه بـــــــــــــه مې هــــــــر هډ وي
کـــــــــــه پس له مـــــــــرگه په گور راشې مينه
[hr]ســــر لښکر د لښــــــکريانو خـــــانه ته وې
نـــــاموره دغــــــــــــــازيانو خانـــــــــه ته وې
کارفرما په “بريکوټ” کې بل څوک نه و
رهنمــــــا د باتــــــورانو خـــــــــــانه تــــه وې
معــــرکـــــــه د خپلواکۍ وه پـــــــه تا گرمه
شـــــــملور د فـــــــــدايانو خــــــــــانه ته وې
مبـــــــــــارز د آزادۍ د ميـــــــــدانـــــــــــونو
صــــف شــــــکن د غــــــليمانو خانه ته وې
په جـــــــرئت او شـــهامت کـــې بې ماننده
پيش قـــــــدم له جنرالانــــــــــو خانه ته وې
نه مــــــــــلا و نه مــــــــلک و نــــــه ارباب و
غــــوڅ پــه غـــــــــم د افغانانو خانه ته وې
د کــــونړ د شـــــــــــنو درو او جگو غرونو
هنــــــگامه د شنو زمــــــريانو خانه ته وې
په “غـــــــازي” باچاوې گران له هره چانه
نـــــور چــــــشم د چشمانو خـــــــانه ته وې
د جـــــهاد د ســــــــــــتر بـــــــري لـــه بـــرکته
چې”لوې خان”شوې د خانانو خانه ته وې
پـــــه ميـــــــوند که آوازه د ايـــــوب خان وه
شــــــــــــهسوار د کونــــــــړيانو خانه ته وې
ســــــــــر آغــــــــــاز د قــــــربانۍ د منـــزلونو
ســـــــــــرآمــــد د فــــــاتــــحانو خــانه ته وې
چـــــــې تـــــــاريخ دې هيــــرولـې نشي خانه
ځـــــــار قــــــربان شم ستا د تــــورې د مړانه