په دا هسې پسرلي به څه کړم

عبدالرحمن زمانى

[hr]

 

چې   چمن  مـــــــــــــې   په  باروتو کې   سوځيږي                                         په دا هسې پسرلي به څه کــړم
چې  غوټۍ  يې څپـــــــــــــــړيدو ته    نه    رسيږي                                         په دا هسې پســرلي به څه کړم
چې مياندې بورې، پيغلې د سپــــــو ســــــره بدليږي                                         په دا هسې پســرلي به څه کړم
چې د زر و زور کلچـــر، ورکې تر اوسه لا چليږي                                         په دا هسې پســرلي به څه کړم

ما ويل د ناخوالو  بې دردـــيو   دا دوران  به  تير شي

تير دردونه  او کړاونه  په څه شـــــان بــــــه تير شي

چې يې په ځمکه سيوري او په آسمـــان ستوري نلرل
دغه  لاس  پوڅي  تپل شوي  ټوپکچيان   به  تير  شي

خو گورم څه وشول  او نور به لا څه کيږي
چې   چمن   مې   په باروتو کې   سوځيږي                                                      په دا هسې پسرلي به څه کړم

غليمه دا ستا لگولې اور به دې، خپله لمن وسيځي

رياض دې کــه پنډۍ، تهران او واشنگټن وسيځي

چـې څــه کرې هغه بــه ريبې ،   په دې  پـــوه   شه
زما بڼ خو تالا، ستا به هم سبا دئ او که نن وسيځي

پرون د چا، نن ستا، سبا د بل ډٌول ته ګډيږي
چې   چمن   مې   په باروتو کې   ســوځيږي                                                    په دا هسې پسرلي به څه کړم

د ” اوس مشره” زمونږ دهيلو نوبهار خو داسې نه ؤ

دتيارو شپو داميدونو، روڼ سهـــــــار خو داسې نه ؤ

تر بې عقلې ناوې،  هوښياره کـــــــــــــــــونډه ښه ده
د بخښنې منشور دې ومنو، پــــــــکار خو داسې نه ؤ

چې له ځايه نوي مست ، په بنګو نه مستيږي

چې   چمن  مې  په باروتـــو کې   سوځيږي                                                   په دا هسې پسرلي به څه کړم

دغــلامۍ کړۍ د چا د غاړې هــــــــــــــار نشي

په يوه گل،  گــــــــــوره چيرې هم  بهــــار نشي
چې يې نوم  وي شړۍ، څــــــه  پيړه  څـه  نرۍ
دپسرلي په فاحشې ود مني په راهبې اعتبار نشي

چې تر څو پســــــرلې نشي بلبل کله چغيږي
چې   چمن   مې   په باروتو کې   سوځيږي                                                       په دا هسې پسرلي به څه کړم

ويلي هوښيارانو، په يوه کتاب څوک نه مــلا کيږي
وايمه په ډاگه د بل په پرتوگ د ې شــــرم  نه پټيږي
ټول عالم غزا ته ځي، گنجې سرکوزې غـــلا ته ځي
عبدالرحمانه په اوتو – بوتو دا وړۍ  نه شړۍ کيږي

د زماني وينا ده که په نيمه څوک پوهيږي
چې   چمن مې  په باروتو کې ســـوځيږي                                                        په دا هسې پسرلي به څه کړم
چې  غوټۍ  يې څپړيدو ته  نه  رسيـــــږي                                                        په دا هسې پسرلي به څه کړم

هيوارد، کاليفورنيا، ٢٤ مارچ ٢٠٠٧ کال

Print Friendly, PDF & Email