Yar Mohammad Khan Zamani يار محمد خان زمانى

Yar-Mohammad-Khan-Zamani

Yar Mohammad Khan Zamani

يار محمد خان زمانى

يارمحمد خان زمانى د استقلال د څلورمې جبهې د فاتح ميرزمان خان کنړي  اوم ځوې په ١٣٠٦ هجري شمسي کال د کنړونو د تيشې په کلي کې زيږيدلې دئ. په خپل کور کلي کې د وخت د مروجه  علومو په زده کړه بوخت ؤو او لا تنکې ځلمې  او ١٨ کلن ؤو چې د خپلې نورې کورنۍ سره لومړې  د ديارلس کلونو دپاره ددهمزنگ په جهنمي زندان کې د هاشم خان صدراعظم او سردار داؤد خان  ميلمه او بيا د اتو کلونو دپاره هرات  ته تبعيد شو.

يارمحمدخان زمانى  په هرات او بيا وروسته په کابل، کراچۍ او پيښور کې د پښتني تجارتي بانک مامور، او استاځې او بيا په مرکز کې د هغه بانک د څيړنو عمومي مدير ؤو . يار محمد خان زمانى د ثور د کرغيړنې کودتاه نه وروسته  د گوډاگي حکومت سره د مخالفت په تور لومړې  د ببرک کارمل  او بيا وروسته د نجيب  الله  په دوره کې دوه ځل زندان ته واستول شو . ده د زندان نه د خلاصيدو نه وروسته لومړې پيښور او بيا استراليا ته هجرت وکړ.

يارمحمد خان زماني  د ١٣٨١ لمريز هجرى کال د حوت دمياشتې په څلورمه نيټه د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله د ٧٥ کالوپه عمر دملبورن  د ښار په يوه روغتون کې  ددئ فاني نړۍ نه سترگې پټې کړى. دده جنازه وطن ته انتقال او په خپل پلرني ټاتوبې کې خاورو ته وسپارل شوه .

Leave a Reply