الحاج گل محمد خان زمانى

الحاج گل محمد خان زمانى

الحاج گل محمد خان زمانى

١٢٨٠ ١٣٥٨ لمريز هجري
(١٩٠١  ١٩٧٩م)

گل محمد خان زماني د غازي ميرزمان خان دريم زوې په ١٢٨٠ هجري شمسي (١٩٠١م) کال کې دکونړ د لمټک په کلې کې زيږيدلې  ؤ. دکور کلي په جومات کې يې مروجه زده کړې ترلاسه او بيا يې دافغانستان داردو په هغه تعليمي څانگه کې عملي عسکري زده کړې ترلاسه کړى، کومه  چې دقطعۀ نمونه په نامه د ترکي جنرال جمال پاشا په مشرۍ دغازي امان الله خان د حکومت په لومړيو کلونو کې جوړه شوې وه.

گل محمد خان زمانى  او دهغه  بل ورور عصمت الله خان زماني د خپل پلار غازي ميرزمان خان تر مشرۍ او مستقيمې ادارې لاندې د اماني دولت دبنسټ دټينگولو په هغو کوښښونو کې برخه درلوده چې د منگلو او بيا وروسته شينوارو داغتشاش په دوران کې  تر سره شوي وو.

کله چې سپه سالار محمد نادر خان دواکمنۍ پر گدۍ کښيناست ، نو غنډمشر گل محمد خان، دهغه ورور غنډمشر عصمت الله خان او تره جنرال خان محمد خان يې کابل ته وروغوښتل، چې په ظاهره دوظيفې په نامه هره ورځ دحربيې وزارت ته حاضري ورکړي، خو په حقيقت کې دخپلې سيمې او ولس نه لرې تر نظارت او څارنې لاندې وي .

گل محمد خان زماني  دسردار محمد هاشم خان دصدارت په دوران کې دزماني دنورې کورنۍ په شان دسياسي بنديانو په ډله کې ددهمزنگ زندان ته واستول شو. دوې د١٣ کاله بند او بيا وروسته په هرات کې د ٨ کاله تبعيد نه وروسته په ١٣٤٣کال کې دنوي اساسي قانون دجوړيدو او نفاذ نه وروسته، کله چې سياسي بنديان خوشې شول، وکولاى شول چه بيرته کونړ ته ستانه شي .

گل محمد خان زماني د١٣٥٨ هجري لمريز (١٩٧٩م) کال  دلوې اختر په لومړۍ ورځ  په کابل کې دزړه دحملې له امله  لدې فاني نړۍ څخه سترگې پټې او جنازه يې دکونړ دولايت د لمټک کلي کې خاوروته وسپارل شوه .

Leave a Reply